امریکا د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې پر غړیو بندیزونه لېرې کړل

د هاګ محکمه

د امریکا متحد ایالاتونو د جنایي جرمونو د نړیوالې محکمې پر جګ پوړېو غړیو لګیدلي بندیزونه لېرې کړل.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن د جمعې(د وري ۱۳مه) په ورځ وویل، دا بندیزونه نه مناسب و، نه ګټور.

په دې بندیزونو کې د فاتو بېنسودا په ګډون د دې نړیوالې محکمې یو شمېر نور مشران په نښه شوي وو چې متحد ایالاتونو ته یې پر ورتګ بندیز لګیدلی و او هلته یې شتمنۍ کنګل شوې وې.

امریکا تېر کال د جنایي جرمونو نړیواله محکمه یا 'ای.سي.سي' چې مرکز یې د هالنډ په هاګ کې دی، د امریکا له ملي حاکمیته په سرغړونه وروسته تر دې تورنه کړه چې دې محکمې په افغانستان کې د هغو جنګي جنایتونو د تحقیقاتو امر وکړ چې د افغان ځواکونو، طالبانو او امریکایي سرتیرو له لوري له ادعا سره شم شوې دي.

بلېنکن وویل، د بندیزونو د لېرې کېدو سربېره واشنګټن د افغانستان او فلسطین په برخه کې د جنګي جرمونو د نړیوالې محکمې له اجرااتو سره سخت مخالف دی او متحد ایالاتونه او اسرائیل د دې محکمې غړیتوب نه لري چې حکم یې پرځای کړي.

د جنایي جرمونو نړیوالې محکمې د متحد ایالاتونو د بندیزونو د لېرې کېدو د پریکړې هرکلی کړی دی.