په ۳۲ ولایتونو کې د پولیو د واکسین کمپاین پای ته ورسېد

کابل کې یوه واکسیناتوره یوه ماشوم ته د ګوزڼ ضد څاڅکي ور اچوي

د افغانستان په ۳۲ ولایتونو کې د ماشومانو د ګوزڼ ضد یا پولیو واکسین کمپاین پای ته ورسېد.

له دایکندي او بامیان ولایتونو پرته چې د چارواکو په خبره هوا په کې سړه ده، تېره دوشنبه په ټولو نورو ولایتونو کې دا کمپاین پيل او پرون ماښام پای ته ورسېد.

د عامې روغتیا وزارت د پولیو پروګرام د عامه پوهاوي مسول میرجان راسخ وایي، اټکل یې دا دی چې شااوخوا درې میلیونه ماشومان به له دې واکسینه پاتې وي: "د دې کمپاین موخه دا وه چې نهه اعشاریه شپږ میلیونه ماشومانو ته واکسین ورکړل شي، اما له بده مرغه ننګونو او ستونزو ته په کتو بیا هم زموږ اټکل دا دی چې ممکن شااوخوا درې میلیونه ماشومان د دې کمپاین په بهیر کې له واکسینه پاتې شي."

ده له کورنیو وغوښتل، که واکسیناتوران یې کور ته نه وي ورغلي، خپل تر پنځو کلونو کم عمره ماشومان دې روغتیایي مرکزونو ته بوزي.

د راسخ په خبره د ۲۰۲۰ میلادي کال له پيله تراوسه د ګوزڼ ۲۶ قضیې ثبت شوي چې اکثره یې په ناامنو سیمو کې دي.

د دې کمپان پر مهال په جلال اباد کې درې واکسیناتورانې د نامعلومه وسله والو له خوا ووژل شوې.