د افغان مرکچي پلاوي ښځینه غړو د کانګرس له یو شمېر غړو سره لیدلي

کوفي وایي، له امریکایي قانون پوهانو او سیاستوالو مو وغوښتل چې د داسې سولې ملاتړ وکړي چې ډموکراتیک ارزښتونه په کې خوندي وي. 

د افغان دولت د مرکچي پلاوي ښځینه غړو د امریکا د کانګرس له یو شمېر غړو سره د سولې پر بهیر او دې بهیر کې د مېرمنو پر ونډې خبرې کړي دي.

د مرکچي پلاوي یوه غړې فوزیه کوفي وایي، دوی له امریکایي قانون پوهانو او سیاستوالو څخه په زغرده وغوښتل چې د داسې سولې ملاتړ وکړي چې ډموکراتیک ارزښتونه په کې خوندي وي.

مېرمن کوفي له امریکایي کانګرس مینانو سره د تېرې پنجشنبې ورځې د بحثونو په اړه ازادي راډيو ته وویل: "تر ډېره د ټاکنو او ولسواکۍ د اصولو او ارزښتونو په خوندیتوب خبرې وشوې، دوهمه موضوع د سولې په بهیر کې د ښځو حقونه او د ښځو د حقونو د دفاع مسئله وه، د سولې ترڅنګ افغانستان کې د ښځو او بشري حقونو ملاتړ هم مهم دی."

افغان مېرمنو له دې وړاندې اندېښنه ښودلې چې سیاست ته د طالبانو په راتګ یې ممکن یو شمېر لاسته راوړنې، له منځه ولاړې شي.

طالبانو بیا ویلي:"د اسلامي اصولو په چوکاټ کې" د ښځو ټولو حقونو ته ژمن دي.