کندهار چارواکي: ارغنداب کې بریدونو ۱۱ ځان وژونکي وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د کندهار امنیه قومانداني ادعا کوي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې په دوو هوايي حملو کې ۱۱ تنه ځان وژونکي بریدګر وژل شوي دي.

د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي وايي، دا ځان وژونکي له چاودېدونکو موادو په ډک هاموې ټانک کې وو او پر امنیتي پوستو د حملو پلان یې لاره، خو د جوی لاهور او تابین ترمنځ سیمو کې په هوايي برید کې په نښه شول.

ښاغلی احمدي زیاتوي: "په ارغنداب ولسوالۍ کې په نهو بجو او لسو دقیقو دښمن یو هاموې ټانک له چاودېدونکو موادو ډک کړی و، غوښتل یې د دوست قوتونو خوا ته ولاړ شي، خو له نېکه مرغه هدف ته له رسېدو مخکې هوايي برید پرې وشو."

وسله والو طالبانو د دې پېښو په اړه څه نه دي ویلي.