ماین چاودنو هلمند کې ۵ تنه وژلي او هرات کې یې ۷ مېرمنې ژوبلې کړي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

هلمند ولایت کې نن جمعه (د وري ۱۳مه) ماین چاودنې ۵ ملکیان وژلي او همدا راز د هرات په کشک کهنه ولسوالۍ کې هم ماین چاودنې اووه مېرمنې ټپیانې کړي دي.

د هرات د والي ویاند جېلاني فرهاد وايي، پېښه نن سهار داسې مهال وشوه جې د ملکي وګړو یو فلاینګکوچ موټر د طالبانو پر یوه ماین برابر شو.

دی وايي: "زموږ اووه تنه خویندې چې په یوه فلاینګکوچ موټر کې سپرې وې، د کشک کهنه ولسوالۍ په چاردرې سیمه کې د طالبانو له خوا د ایښودل شوي ماین په چاودنه کې ټپیانې شوې."

د ازادي راډیو خبریال راپور راکوي چې درې مېرمنې د هرات حوزوي روغتون ته رسول شوي او د پاتې څلورو مېرمنو علاج د پېښې په ځای کې شوی.

بل خوا د هلمند د ولایتي شورا رئیس وايي، په دې ولایت کې د یوه ماین په چاودنه کې پنځه ملکي وګړي وژل شوي.

عطاالله افغان ازادي راډیو ته وویل، چاودنه د ۶۰۱ نمبر لویې لارې په اوږدو کې شوې.

افغان وویل، دا ماین طالبانو ایښی و.

طالبانو د دواړو پېښو په اړه تر اوسه رسنیو ته څه نه دي ویلي.