چک هغه سړی په بند محکوم کړ چې نیوزیلنډ کې یې پر جوماتونو برید ستایلی و

د نیوزیلنډ هغه جومات چې پر لمونځ کوونکو یې برید شوی و

د چک جمهوریت د برنو سیمه ییزې محکمې یو سړی په دې خاطر په ۶ کاله بند محکوم کړ چې په نیوزیلنډ کې یې پر جوماتونو د ۲۰۱۹ کال حمله ستایلې وه.

محکمې ویلي چې دغه کس په یوه انلاین بحث کې په نیوزیلنډ کې د مسلمانانو پر دوو جوماتونو د حملې دفاع کړې وه او په دې توګه یې د ترورېزم د ترویج هڅه کړې ده.

د ۲۰۱۹ په مارچ کې یوه ښي اړخي اسټرالیايي سختدریځي د نیوزیلنډ په کریست چرچ ښار کې پر دوو جوماتونو حمله وکړه او ۵۰ تنه ماشومان، ښځې او سړي یې ووژل.