هلمند کې د ازادي راډیو د خبریال الیاس داعي په نوم یوه څلور لارې ونومول شوه

هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم په نومول شوې څلور لارې کې د جوړېدونکي منار بېلګه

د هلمند ولایت په مرکز لښکرګاه ښار کې یوه څلور لارې د ازادي راډیو د پخواني خبریال الیاس داعي په نوم نومول شوې، هغه خبریال چې تېر کال د لړم په ۲۲مه ووژل شو.

د لښکرګاه ښاروال عصمت‌الله صمدي وايي، په دې څلور لارې کې یو منار جوړوي چې د الیاس داعي انځور به پرې حک او تر خوا به‌یې د ازادي راډیو لوګو هم ورسره جوړه شي.

ښاغلي صمدي نن ازادي راډیو ته وویل، دا څلور لارې د الیاس داعي د ښو خدمتونو د درناوي په پار د هغه په نوم نومول شوې.

ښاغلی صمدي زیاتوي: "دا څلور لارې د یوه مایک شکل لري. په ډیزاین کې د ازادۍ راډیو لوګو هلته ځای پر ځای شوې ده او دوه نورو لورو ته‌یې په خښتو کې د الیاس داعي تصویرونه حکاکي کوو."

هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم په نومول شوې څلور لارې کې د جوړېدونکي منار بېلګه

دی زیاتوي، دا څلور لارې د الیاس داعي کور ته نږدې، د ولایت مقام پر سړک ده چې د ولایتي چارواکو، د دې ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست او د هلمند ولایت د خبریالانو ټولنې سره په همغږۍ د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په نوم نومول شوې.

د لښکرګاه د ښاروال په خبره، د دې څلور لارې او منار د ډیزاین چارې بشپړې شوي او ژر به‌یې د رغونې چارې پیل شي چې له شپږ تر اووه میاشتو به دوام وکړي.

په ورته وخت کې د هلمند د خبریالانو ټولنې مسؤل زین‌الله ستانکزی د ښاروالۍ له دې پرېکړې هرکلی کوي.

ښاغلي ستانکزي نن ازادي راډیو ته وویل، د الیاس داعي په نوم د یوې څلور لارې نومول او د ښو خدمتونو په ویاړ یې د یوه منار جوړول، هغه او خبریالانو ته درناوی دی.

هلمند کې د ازادي راډیو وژل شوی خبریال الیاس داعي

ښاغلی ستانکزی وايي: "دا یو ډېر ښه ګام دی. دا د الیاس داعي خدمتونو ته درناوی دی او موږ ټول خبریالان ترې هرکلی کوو. دا د یوه خبریال نظر ته معنوي ارزښت ورکول دي او موږ ټول له دې پرېکړې خوښ یوو."

په هلمند کې د ازادي رادیو خبریال الیاس داعي نږدې څلور نیمې میاشتې وړاندې د ۱۳۹۹ لمریز کال د لړم په ۲۲مه د ماین په یوه چاودنه چې په موټر پسې یې نښلول شوی و، ووژل شو.

د الیاس داعي وژنې په کور دننه سربېره، په سیمه او نړۍ کې پراخ غبرګونونه درلودل او دا پېښه د رسنیو او بیان ازادۍ پر وړاندې کلکه ضربه وبلل شوه.