ننګرهار کې د ښځینه پولیسې د وژلو په تړاو ۲ تنه نیول شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د ننګرهار چارواکو نن پنجشنبه (د وري ۱۲مه) سهار د یوې ښځینه پولیسې د وژلو په تړاو دوه کسان نیولي دي.

د بصیرې په نامه دغه پولیسه د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې نن د نامعلومو وسله والو په ډزو ووژل شوه.

د ننګرهار د امنیه قوماندانۍ ویاند فرید خان ازادي راډیو ته وویل: "غوښتل یې چې قوماندانۍ ته د دندې لپاره راشي، خو له رېکشا پرې ناپېژانده وسله‌والو ډزې کړي. پولیسو اقدام کړی او د پېښې سره د تړاو په تور مو دوه تنه نیولې دي."

د ننګرهار امنیتي چارواکي وايي، نیولو شوېو کسانو منلې چې دې پېښه کې لاس لري.

دا په جلال‌اباد ښار کې د تېرې یوې میاشتې په اوږدو کې څلورمه وسله واله حمله ده چې په کې ښځینه فعالانې په نښه کېږي.

دوه ورځې وړاندې درې واکسیناتورې د دې ښار په څلورمه او اوومه ناحیه کې هغه مهال ووژل شوې چې ماشومانو ته یې د پولیو یا ګوزڼ ضد واکسین ورکول.

له هغې وړاندې د انعکاس راډیو ټلوېزیون درې ښځینه کار کوونکې او پسې بیا یوه ډاکټره په هدفي حملو کې ووژل شوې.

حکومت د دې بریدونو مسوولیت پر طالبانو اچوي، خو دا ډله یې نه مني.