طالبانو بیا له واشنګټنه غوښتي چې د دوحې تړون بشپړ عملي کړي

د امریکا او طالبانو تړون

له افغانستانه د ټولو امریکایي سرتېرو د وتلو هغه ضرب الاجل ته په ور نژدې کېدو چې د امریکا او طالبانو ترمنځ د تېر کال د دوحې د تړون له مخې د مې لومړۍ نېټه ټاکل شوی، طالبانو یو ځل بیا له واشنګټنه غوښتي چې دغه تړون بشپړ عملي کړي.

دا خبره په دوحه کې د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم تېره شپه ازادي راډیو ته وکړه او ویې ویل: "په هغه کتنه چې د سې شنبې په ورځ زموږ د دفتر مشر ملا عبدالغني برادر د افغانستان د سولې لپاره د امریکا له ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد سره درلوده، زموږ لوري پر دې ټینګار وکړ چې د دوحې تړون باید بشپړ عملي شي او تر ټاکلې نېټې یعنې د مې تر لومړۍ نېټې باید ټول امریکایي ځواکونه له افغانستانه ووځي."

امریکایي لوري تر اوسه د دغې کتنې په اړه څه نه دي ویلي، خو د امریکا د ولسمشر جو بایډن ادارې ویلي چې دا به ګرانه وي چې تر مې میاشتې ټول امریکایي سرتیري له افغانستانه وباسي، خو تر اوسه یې په دې اړه وروستۍ پریکړه نه ده اعلان کړې.

د افغانستان د سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد په دوحه کې د طالبانو له مشرانو سره داسې مهال خبرې کوي چې دوه ورځې مخکې یې له ترکیې په څلور ورځنۍ کتنه کې د هغه هېواد له چارواکو سره په استانبول کې د افغان سولې په اړه د کیدونکي غونډې د تیاريو او د سولې د روانو هڅو په اړه خبرې کړې وې.

د دغې غونډې چې طالبان هم وربلل شوې، دقیقه نېټه نه ده اعلان شوې خو ویل کېږي چې را رونه اوونۍ به وشي.