د اندونیزیا پولیسو هغه مشکوک کس وژلی چې د داعش نظریات یې لرل

د اندونیزیا یو پولیس سرتیری

د اندونیزیا پولیس وايي، یو مشکوک کس یې وژلی چې د اسلامي دولت ډلې یا داعش نظریات یې لرل.

د پولیسو په خبره دغه مشکوک کس پرون چهارشنبه (د وري ۱۱مه) د پلازمېنې جاکارتا د پولیس په ملي مرکز کې د ډزو په تبادله کې ووژل شو.

د پولیسو مشر لیستیون سیګیت پرابوو وايي، دغه ۲۵ کلن حمله کوونکي، تر دې پېښې مخکې په خپله ټولنیزه شبکه کې د داعش د بیرغ عکس خپور کړی و.

په دې پېښه کې د نورې احتمالي مرګ ژوبلې جزئیات ښايي وروسته خپاره شي.

پولیسو له وړاندې په اندونیزیا کې چې د نړۍ په سطحه د مسلمانانو لوی اکثریت په کې دی، د ترورېزم ضد خبرداری خپور کړی دی.

دا تحول په داسې حال کې راځي چې تېره دوشنبه دوو ځانمرګو حمله کوونکي د اندونیزیا په شمال ختیځ کې پر یوه کلیسا حمله وکړه.

پولیس وايي، دغه واده کړې جوړې چې د دې حملې د کولو شک ورباندې کېږي له جماعت انصارو دوله ډلې سره اړیکې درلودې، دا هغه افراطي مذهبي ډله ده چې له داعش سره ارتباط لري.