ننګرهار کې د پولیو واکسیناسیون وځنډول شو

جلال‌اباد کې د ښځینه واکسیناتورانو په وینو لړلی د واکسین د دوزونو د ساتلو بکس

په ننګرهار ولایت کې د پولیو کمپاین متوقف شوی دی.

دا خبره د عامې روغتیا وزارت د پولیو د مخنیوي پروګرام د عامه اړیکو مطبوعاتي مسؤل ازادي راډیو ته وکړه.

دا وروسته له هغه چې پرون د سې شنبې په ورځ په ننګرهار ولایت کې وسله‌والو په د وو جلا پېښو کې درې واکسیناتورانې په ډزو ووژلې.

ملالۍ بشير د عامې روغتیا وزارت د پولیو د مخنیوي پروګرام د عامه اړیکو له مطبوعاتي مسؤل میر جان راسخ سره مرکه کړې او په سر کې يې پوښتلي، ایا دا کمپاین به تر یوې مودې وروسته بېرته پیل شي؟

دا مرکه د لاندې لېنک په کېکاږلو سره اورېدلی شئ:

Your browser doesn’t support HTML5

له میر جان راسخ سره مرکه