ملي امنیت خوست او پکتیکا کې د حقاني شبکې او طالبانو مهم غړي وژلي

ارشیف، خوست کې امنیتي ځواکونه

د افغانستان ملي امنیت په خوست کې د حقاني شبکې او طالبانو د ۱۷ مهمو غړو د وژل کېدو خبر ورکړ.

د ملي امنیت له لوري په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې د وسله والو مخالفینو پرضد دغه عملیات د خوست په صبریو، ځاځي میدان او باک ولسوالیو کې ترسره شول.

د اعلامیې په وینا په وژل شوېو وسله والو کې د حقاني شبکې مهم قوماندان سبیل حمیدي هم شامل دی.

په اعلامیه کې دغه شان لیکل شوي چې دې عملیاتو کې د وسله والو مخالفینو مهم مرکزونه له منځه یوړل شول او زیات شمېر سپکې او درنې وسلې د ملي امنیت ځانګړو ځواکونو لاسونو ته ورغلي.

د ملي امنیت په اعلامیه کې دا هم راغلي دي چې د عملیاتو پرمهال په زمبر کلینیک سیمه کې د طالبانو له لوري خښ شوي ماین پر ملکیانو چاودنه کړې چې له امله یې یوه مور او ماشوم وژل شوي.

په اعلامیه کې د یادو عملیاتو دقیق وخت نه دی په ډاګه شوی.

ملي امنیت ریاست همدا راز ویلي چې خاصو ځواکونو یې د پکتیکا په ګیانې ولسوالۍ کې د عملیاتو په لړ کې د القاعده شبکې یو مهم غړی او د طالبانو یو قوماندان هم وژلی دی.

دې ریاست د القاعده شبکې د وژل شوي غړي نوم دولت بېک تاجیکي ښودلی او ویلي یې دي چې په ابو محمد التاجیکي مشهور و.

د ملي امنیت له خبرپاڼې سره سم، طالب قوماندان حضرت علي په حمزه مهاجر مشهور و او اصلاً د وزیرستان اوسېدونکی و.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.