نارنج ګل مشاعره کې د سولې د ټینګښت په پلوۍ ګڼ شعرونه وویل شول

ننګرهار کې د نارنج ګل مشاعره

د ننګرهار ولایت مرکز جلال اباد تېره شپه (د وري ۱۰مه) د نارنج ګل دودیزې مېلې او مشاعرې کوربه و.

دا د نارنج ګل ۵۶ دوره وه چې د پاچا خان په مزار کې په نوې بڼه ترسره شوه.

په مشاعره کې د افغانستان د بېلابېلو سیمو او پښتونخوا شاعرانو، د خلکو استازیو او فرهنګیانو ګډون کړی وو.

د افغانستان د اوسنیو حالاتو په تېره بیا د سولې د ټینګښت په پلوۍ هم ګڼ شعرونه وویل شول.