عمران خان: اسلام اباد نوي ډيلي سره د سوله ییزو اړیکو غوښتونکی دی

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان د خپل هندي سیال ناریندرا مودي د لیک په ځواب کې تېره ورځ وویل چې اسلام اباد له نوي ډيلي سره د سوله ییزو اړیکو غوښتونکی دی.

رویټرز خبري اژانس د رسمي سرچینو په حواله چې نوم یې نه دی ښودلی ویلي چې ناریندرا مودي په هغه لیک کې چې د مارچ په۲۳مه یې د پاکستان د ملي ورځې په مناسبت یې لېږلی وو، د دواړو ګاونډیو هېوادونو ترمنځ د سوله ییزو اړیکو غوښتنه کړې وه.

د مودي د دې لیک په اړه د دواړو هېوادونو چارواکو له خوا رسماً څه نه دي ویل شوي، خو یوه پاکستاني چارواکي رویټرز خبري اژانس ته د هغه لیک محتوا چې پر ټولنیز رسنیو خپور شو، تایید کړه.

عمران خان د دې لیک په غبرګون کې پرون سې شنبه (د وري ۱۰مه) وویل چې د پاکستان خلک هم له خپلو ګاونډیو په تېره بیا هند سره ښې او سوله ییزې اړیکې غواړي.

د پاکستان ډان ورځپاڼې د مارچ په ۲۳مه نېټه د ناریندرا مودي د لیک په حواله راپور ورکړی چې هند د پاکستان له خلکو سره دوستانه اړیکې غواړي او د دې کار لپاره د باور فضا ته اړتیا ده.

هند او پاکستان چې دواړه اټمي وسله لرونکي ګاونډیان دي، په ۱۹۴۷ کې د خپلواکۍ تر اخېستلو راهیسې په خپلو کې درې ځله جګړې کړي دي.

د دواړو هېوادونو اړیکې د کلونو په اوږدو کې کړکېچنې پاتې شوي دي.