امریکا د سوریي له خلکو سره ۶۰۰ میلیونه ډالره مرسته کوي

د سوریې ادلیب ښار

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن تېره ورځ په یوه اعلامیه کې د سوریې له خلکو سره د نوي شپږ سوه میلیونه ډالرو مرستې خبر ورکړ.

نوموړي وویل چې دا مرستې به په سوریه کې څه باندې ۱۳ میلیونه کسانو او هم په لبنان، ترکیې، اردن، عراق او مصر کې شااوخوا شپږ نیم میلیونه سوريایي کډوالو ته ورکړل شي.

هغه زیاته کړه چې امریکا د نړۍ د تر ټولو اغېزمنونکو کسانو د دردونو او ستونزو د راکمولو لپاره کار کوي، ځکه د ده په خبر دا ډول اقدام د امریکا لپاره ارزښت لري.

انتوني بلېنکن له نورو هېوادونو او ټولنو هم وغوښتل چې د سوریي له جګړه ځپلو خلکو سره مرستې وکړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

د سوریې ولسمشر بشارالاسد او عمده متحد یې روسیه د سوریي په کورنیو جګړو کې د تاوتریخوالي اصلي عاملین ګڼل کېږي.

سوریه د ۲۰۱۱ میلادي کال له مارچ راهیسې د کورنۍ جګړو او تاوتریخوالي شاهده ده چې په پیل کې د منځني ختیځ په څو هېوادونو کې د سیاسي اصلاحاتو د غوښتنې لپاره د پراخو اعتراضونو په توګه راپورته شول.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیرپه خپله وینا کې ویلي چې د سوریې خلک له بېلابېلو جنایتونو کړیږي چې هغه کې د ده په وینا د اسد د رژیم او روسیې له خوا هوایي بریدونه، اجباري ورکېدل، د داعش وحشتونه او د کیمیاوي وسلو کارول شامل دي.

انتوني بلېنکن زیاته کړه، د اسد د رژیم له لوري د اقتصاد کمزوری مدیریت او پراخ فساد انساني بحران په سوریه کې لا ډېر کړی چې د کرونا وبا له خورېدو سره دا بحران لا نور هم ډېر شو.

د بروکسل په پنځم کنفرانس کې چې د سوریې او د سیمي د هېوادونو د ملاتړ په اړه جوړ شوی وو، د سوریې له خلکو سره د امریکا د بشري مرستو اعلان وشو.

دې کنفرانس کې څه باندې پنځوس هېوادونه او دېرش نړیوال سازمانونه راټول شوي وو، څو د جګړه ځپلو سره د کلنۍ مرستو ژمنې وکړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان سرمنشي انتوني ګوتېریش

د ملګروملتونو سازمان په ۲۰۲۱ میلادي کال کې د سوریې او په ګاونډي هېوادونو کې یې د کډه شوېو کسانو لپاره د لسو میلیاردو ډالرو مرستې هدف ټاکلی دی.

ملګري ملتونه وایي، سوریه کې دننه د څلور میلیارده ډالرو په ارزښت بشري مرستو ته اړتیا ده او پاتې نور به یې د سیمې هغو هېوادونو ته ورکړل شي چې د سوریې د کډوالو کوربانه دي.

د دغه سازمان سرمنشي انتوني ګوتېریش ویلي چې روان کال کې څه باندې ۱۳ میلیونه کسان د ژوند د دوام لپاره بشري مرستو ته اړتیا لري.

نوموړي په یوه ویډیویي پیغام کې وویل چې دا شمېرې د تېر کال په ترڅ کې د اړمنو کسان د شمېرې پرتله دېرش سلنه ډېروالی ښيي.