افغانستان او تاجکستان خپلو کې ۵ تفاهم لیکونه لاسلیک کړل

جمهور رئیس محمد اشرف غني له خپل تاجکي سیال امام علي رحمان سره

د افغانستان او تاجکستان ترمنځ په بېلابېلو برخو کې پنځه تفاهم لیکونه لاسلیک شول.

دغه هوکړه لیکونه د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني او تاجکي سیال یې امام علي رحمان په حضور کې لاسلیک شوي دي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنعت وزارت ویاند فواید احمدي نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) ازادي راډیو ته وویل چې د نورو برخو ترڅنګ په سوداګریزو، ټرانسپورټي، ټرانزیټي، انرژۍ او د سوداګریزو چارو د پراختیا برخه کې هم دوه اړخیز هوکړه لیکونه لاسلیک شوي دي.

د اسیا زړه- استانبول پروسې کنفرانس نن دوهمه ورځ ده.

د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان نن سې شنبه دغه کنفرانس ته په خپله وینا کې افغانستان د اسیا، اروپا او امریکا د اقتصادي خوځښت په برخه کې مهم وباله .

ښاغلي رحمان له افغانستان سره په امنیتي، اقتصادي، سیاسي، ټرانسپورټ، ټرانزیټ او زده‌کړو په برخه کې د خپل هېواد د همغږۍ او همکاریو د زیاتېدو خبره هم وکړه.