ولسمشر غني بیا د واک د لېږد لپاره پر انتخاباتو ټینګار وکړ

د افغانستان ولسمشر

د افغانستان ولسمشر یو ځل بیا د واک د لېږد لپاره پر انتخاباتو ټینګار وکړ.

محمد اشرف غني نن سې شنبه (د وري ۱۰مه) د استانبول پروسې په نهم کنفرانس کې د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې دا هم وویل چې د دې ټاکنو څارنه دې په نړیواله کچه وشي.

ښاغلي غني زیاته کړه چې د اوربند څارنه دې هم نړیوال وکړي او کله چې افغانان د سولې یوه توافق ته رسیږي، دا به د لویې جرګې له لوري تاییدیږي.

د استانبول پروسې د نهم کنفرانس نن دوهمه او وروستۍ ورځ ده او تمه ده چې تردې وروسته په ترکیه کې د افغانستان د سولې په خاطر غونډه جوړه شي.

په دې غونډه کې ټاکل شوې ده چې د افغانستان د دولت او طالبانو د استازیو سربېره د سیمې او نړۍ د یو شمېر هېوادو استازي ګډون وکړي.