کونړ کې د جامو ګنډلو فابرېکه؛ د معلولو او مېرمنو په ګډون ۶۰ کسان په کار شوي

د جامو ګنډولو د دې کارځای څښتن محب الله دی

د کونړ مرکز اسعداباد کې یو تن خیاط د جامو او واسکټونو ګنډلو فابرېکه جوړه کړې چې په کې يې پنځوسو نورو بې روزګارو ته د کار زمېنه برابره کړې ده.

د دوی په خبره چې پخوا یې یادې جامې پاکستان کې ګنډل کېدلې چې هټیوالو ته به ډېرې ګرانې تمامېدلې .

په دې فابریکه کې یو تن کارګر ۱۸ کلن انعام الله وايي، کسب يې زده و، خو ګټه يی ترې نه شوه اخېستلی خو د دې فابریکې په جوړېدو مناسب کار ورته پیدا شوی.

محب الله وايي معلولینو او مېرمنو ته کورونو ته ټوکر لیږو

دی وايي: "مخکې موږ ته د کار زمېنه نه وه برابره، اوس چې دا فابرېکه جوړه شوې، شکر دی دلته له کار سره ښوونځي ته هم ځو، د یوې جوړې جامو ګنډولو بدل کې راته ۵۰ افغانۍ راکوي، د ورځې ۷ یا اته جوړې ګنډو."

د جامو ګنډولو د دې کارځای څښتن محب الله ازادي راډیو ته وویل، د جامو ګنډولو دغه کارځای يې ځکه جوړ کړ چې پخوا به یې جوړې کړې جامې له پاکستانه راوړلې چې بیه یې لوړه تمامېدله.

محب الله وايي: "کونړ کې مو د جامو ګنډلو فابرېکه جوړه کړې، له پاکستانه به په وخت مال نه را رسېده او بل به یې کیفیت هم خراب و. اوس موږ سره د شپږو ولسوالیو کسان کار کوي، شپږ کسان موږ ته واسکټونه او شپېته کسان راته جامې ګنډي."

د جامو ګنډولو فابریکه

محب الله زیاتوي، یو شمېر معلولو کسانو او ښځينه خیاطانو ته يې هم د کار زمېنه برابره کړې، د هغوی کورونو ته ټوکر لېږي او د جامو ګنډولو بدل کې ورته پېسې ورکوي.

  • د برېښنا د نشتوالي ستونزه

د نورو سوداګرو، صعنتکارانو او هټیوالو په څېر محب الله هم د برېښنا له نشتوالي سر ټکوي وايي، د پرېمانه اوبو په شتون کې بیا هم دوی ډیزلي برېښنا ته ناست دي: "جرنیټري برق راته یو یونټ په ۴۰ افغانۍ تمامېږي کله چې دولتي برق وي هغه په لس افغانۍ یو یونټ دی، نو زموږ ستر مشکل د برېښنا نشتوالی دی."

چارواکي بیا وایي، په مرکز اسعداباد او شااوخوا سیمو کې د برېښنا د ستونزې حلولو لپاره يې خپلې هڅې تُندې کړي او نږدې ورځو کې به د مناګي برېښنا کوټ څخه ګټه اخېستل پیل شي.

د کونړ والي محمد اقبال سعید

د کونړ والي محمد اقبال سعید ازادي راډیو ته وویل: "د مناګي برېښنا کوټ د برېښنا ټېسټ لپاره ټرانسپرمر او اب ګرمۍ را رسیدلې دي، د ټېسټ کارونه يې روان دي او په نږدې وخت کې به یې د ښاري شبکې سره وصل کړو. په مرکز اسعداباد کې د پخواني برېښنا د ترمیم چارې به هم ډېرې ژر پیل شي."

په کونړ کې د محب الله د جامو ګنډلو فابرېکې ترڅنګ نور په لسګونو د خیاطۍ دکانونه شته چې په کې جامې، واسکټونه، چپنې او کونړي پکولونه ګنډل کېږي.

د خیاطانو په خبره چې د دوی په لاسونو ګنډل شوي توکي ښه بازار لري او که د خپلو ماشینونو د چلولو لپاره ارزانه او کافي برېښنا ولري، کولی شي چې پر کونړ سربېره نورو ولایتونو کې د هغو جامو او کالیو ځای ډک کړي چې اوس په ډېر لګښت او خراب کیفیت له ګاونډیو هېوادونو واردیږي.