انټرپرېټر: لنډمهاله حکومت افغانستان ته ویجاړۍ راولي

یو شمېر نړیوالې ورځپاڼې

  • انټرپرېټر

لنډمهاله حکومت افغانستان ته ویجاړۍ راولي، دا له استرالیا د خپرېدونکې تحلیلي خپرونې انټرپرېټر د یوې مقالې سرلیک دی.

په مقاله کې راغلي د امریکا دا وړاندیز چې د افغانستان اوسنی حکومت دې له‌منځه ولاړ شي او د طالبانو په ګډون دې موقت حکومت رامنځته شي، افغانستان ته سوله نه‌شي راوستلی.

د لیکوال په باور، دا نسخه ځکه ګټه نه‌کوي چې افغان وتلي سیاستوال سره وېشلي دي او بېلابېل دریځونه لري.

مقاله کې د محمد اشرف غني او عبدالله عبدالله د تېرو ټاکنو مخالفتونو او بیا په یوه ورځ په ارګ او سپېدار کې د لوړې مراسم د دغو مخالفتونو یوه بېلګه یاده شوې ده.

وړاندې راغلي، دا به یوه بې‌پروایي وي که فکر وشي یو موقت حکومت او په‌کې ښکېل سیاستوال دې له سوله‌ییزې لارې داسې جوړجاړي ته ورسېږي چې دولت ته کوم زیان ونه‌رسېږي.

د مقالې په یوه برخه کې راغلي، دا هیلې هم بې‌ځایه دي چې ګواکې موقت حکومت دې وکړای شي شفافو او عادلانه ټاکنو ته زمینه برابره کړي، ځکه د لیکوال په باور، افغان دولت په تېرو ۲۰ کلونو کې ونه‌شوای کړای چې پر ټاکنیز سیستم او نورو ډیموکراتیکو پروسو د قناعت وړ کار وکړي.

افغانستان ته د موقت حکومت وړاندیز دغه هېواد ته د واشنګټن په یوه طرحه کې شوی دی، ولسمشر محمد اشرف غني دا وړاندیز رد کړی او ویلي یې دي، له ټاکنو پرته هېچا ته د واک اجازه نه‌ورکوي.

  • پاکستان ابزرور

پاکستان ابزرور ورځپاڼې بیا په وروستۍ ګڼه کې له افغانستانه د امریکایي ځواکونو پر وتلو یوه لیکنه خپره کړې.

په لیکنه کې راغلي، امریکایي ولسمشر جو بایډن له افغانستانه سرتېري باسي، خو استخباراتي ادارو یې خبرداری ورکړی چې په دې صورت کې به طالبان واکمن شي.

ورځپاڼې د امریکایي رسنیو په استناد لیکلي، هغه کسان چې نه‌غواړي له افغانستانه د مې میاشتې تر لومړۍ نېټې امریکایي پوځیان ووځي، جو بایډن ته استخباراتي راپورونه د استدلال په توګه وړاندې کوي.

وړاندې لولو چې امریکایي ولسمشر له افغانستانه د ځواکونو په وتلو غور کوي، خو تر اوسه سپینې ماڼۍ دې برخه کې غوڅه پرېکړه نه‌ده کړې.

جو بایډن په تازه څرګندونو کې ویلي، د مې د لومړۍ میاشتې مهلت له تخنیکي پلوه ورته ستونزمن دی.

دې خبرو یې د طالبانو غبرګون پارولی او دې ډلې ویلي، که امریکایي ځواکونه د دوی او واشنګټن د هوکړې له مخې په ټاکلې نېټې ونه‌وځي، پر وړاندې به‌یې بېرته جګړه پيل کړي.