غني: تاجکستان او افغانستان ډېرو برخو کې کولای شي همکارۍ ته پراختیا ورکړي

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني او د تاجکستان جمهور رئیس امام علي رحمان

د افغانستان ولسمشر اشرف غني تاجکستان د افغانستان نږدې او ټینګ ملګری وباله او ویې‌ویل دواړه هېوادونه په ډېرو برخو کې کولای شي همکاري ته پراختیا ورکړي.

اشرف غني چې د اسیا زړه په نوم د استانبول پروسې په نهمه غونډه کې د ګډون لپاره دوشنبې ته تللی، دغه څرګندونې نن په دوشنبه کې د تاجکستان په پوهنتون کې وکړې.

ښاغلي غني وویل: "افغانستان، تاجکسان، موږ دواړه د ګټو اختلاف نه‌لرو، ملګري یو، ډېر ښه ملګري یو او ډېر ښه ملګري به هم پاتې شو چې دا د ویاړ ټکی دی. په عین حال کې زموږ ګټې خیالي بڼه نه‌لري، بلکې موږ یو لوی فرصت لرو چې د انرژۍ د تولید، د اوبو د مدیریت او د چاپېریال ساتنې د مدیریت په برخو کې سره همکار واوسو."

ټاکل شوې اشرف غني سبا د اسیا د زړه په نوم د استانبول پروسې نهمې غونډې ته چې نن پیل شوې او د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت په وینا د ۱۷ هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو او د یو شمېر نړیوالو سازمانونو استازو په‌کې ګډون کړی، وینا وکړي.

د اسیا زړه-استانبول پروسه د ۲۰۱۱ کال په نومبر کې د کابل او انقرې په نوښت رامنځته شوه او سږنۍ غونډه‌یې داسې مهال جوړېږي چې په پام کې ده په راروانه اپرېل میاشت کې استانبول د افغان سولې د یوې بلې مهمې غونډې کوربه وي.