کندهار کې د زعفرانو کښت زیات شوی

ارشیف

د کندهار چارواکي په دې ولایت کې د زعفرانو د کښت د زیاتوالي خبر ورکوي.

د کندهار د کرنې او مالدارۍ رئیس حفیظ‌الله سعیدي ازادي راډیو ته وویل، د کندهار اقلیم د زعفرانو کرکېلې ته ډېر مناسب دی او زعفرانو یې هم لکه د هرات د زعفرانو په څېر ښه نتیجه ورکړې ده.

د کندهار د خاکرېز ولسوالۍ اوسېدونکی شبیر احمد لومړنی کروندګر دی چې د لومړي ځل لپاره‌یې نهه کاله مخکې په خپله ځمکه کې زعفران کرلي. نوموړي ازادي راډیو ته وویل، د زعفرانو د کښت لګښت کم، خو عاید یې زیات دی او هم د کوکنارو یو ښه بدیل دی.

ښاغلی شبیر احمد زیاتوي: "هغه وخت چې زعفرانو ته د دولت هېڅ پام نه‌و، موږ په خپلو امکاناتو له هراته د زعفرانو تخم راوړ او په خاکرېز کې مو وکاره. زعفرانو د کلیوالو ښځو لپاره هم د کار ښه زمینه برابره کړې او په اوس وخت کې مو یوازې د خاکرېز په کروندو کې تر ۶۰ پورې ښځې د زعفرانو راټولولو لپاره ګومارلې دي."

د کندهار د کرنې او مالدارۍ د رئیس ښاغلي سعیدي په وینا په کندهارکې اوس ډېرو بزګرو دې کښت ته مخه کړې او په دې ولایت کې اوس هر کال شاوخوا ۵۰ کيلو ګرامه زعفران تولیدېږي.