تاجکستان په افغانستان کې د اوربند ټینګېدو ملاتړ وکړ

Your browser doesn’t support HTML5

دوشنبه کې د اسيا زړه استانبول پروسې کنفرانس

جمهور رئیس محمد اشرف غني وایي، تاجکستان په افغانستان کې د هر څه ژر اوربند ټینګېدو ملاتړ کوي.

ښاغلی غني نن سهار د یو لوړپوړي پلاوي په مشرۍ د اسیا زړه-استنابول پروسې کنفرانس کې د ګډون په هدف دوشنبې ته تللی او دا خبره‌یې له خپل تاجک سیال سره له لیدنې وروسته کړې.

هغه ویلي، د تاجکستان دا غوښتنه طالبانو او ملاتړو ته‌یې روښانه پیغام دی.

د اسیا زړه-استانبول پروسې نهم کنفرانس نن په تاجکستان کې پیل شو.

دا کنفرانس به دوه ورځې وي او کوربه‌توب یې د افغانستان او تاجکستان د بهرنیو چارو وزیرانو پر غاړه دی.

افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن سهار د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا دوشنبې ته رسېدلی او په دې کنفرانس کې به ګډون او وینا وکړي.

Your browser doesn’t support HTML5

دوشنبه د اسيا زړه استانبول پروسې کوربه

جمهور رئیس غني تاجکستان ته له رسېدو وروسته، د‌ دې هېواد له جمهور رئیس امام علي رحمان سره کتلي. د تاجکستان جمهوري ریاست په خپله رسمي فېسبوک‌پاڼه د‌ دې لیدنې وېډیو خپره کړې ده.

د جمهور رئیس د ویاند مرستیال دوا خان مینه‌پال نن ازادي راډیو ته وویل، په لیدنه کې د دوه اړخیزو اړیکو په پراختیا خبرې شوي.

ښاغلی مینه‌پال زیاتوي: "دا سفر د دوو ورځو لپاره دی. په کنفرانس کې د ګډون ترڅنګ به جمهور رئیس غني د تاجکستان له صدراعظم او د پارلمان له رئیس سره د دواړو هېوادونو د اړیکو پراختیا په اړه لیدنه او خبرې وکړي."

د جمهور رئیس غني مرستیال ویاند دوا خان مینه‌پال

افغانستان او تاجکستان همدا ډول د امنیت، سوداګرۍ، ترانزیټ، انرژۍ او فرهنګي برخه کې د همکارۍ یو شمېر سندونه هم لاسلیک کړي.

د اسیا زړه-استانبول کنفرانس کې به د افغانستان د ګاونډیانو، اروپایي ټولنې، ناټو، امریکا، اسیا پراختیايي بانک، نړیوال بانک او د اسلامي همکاریو سازمان په ګډون د ۵۰ هېوادونو او سازمانونو د بهرنیو چارو وزیران، سفیران او ځانګړي استازي ګډون کوي.

د دې کنفرانس په لومړۍ ورځ یعنې نن دوشنبه د ګډون کوونکو هېوادونو له‌خوا په خپرېدونکې ګډې اعلامیې کار کېږي، خو د کنفرانس مهمه ورځ سبا سې شنبه ده چې جمهور رئیس غني او د هغه تاجک سیال امام علي رحمان سربېره به په‌کې د یو شمېر نورو هېوادونو چارواکي هم ګډون او ويناوې وکړي.

خو داسې مهال چې د افغانستان د سولې خبرې تر بل هر وخت حساس پړاو ته رسېدلي او تر خوا یې تمه ده د استانبول غونډه هم راتلونکو اوونیو کې وشي، د دې غونډې اصلي هدف او پر افغانستان‌یې اغېز څه دی؟

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد وايي: "اصلي موخه د افغانستان د سولې روانو خبرو ملاتړ، د دې بهیر تقویت او بریا او د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره د سیمې او نړۍ‌والو هېوادونو اجماع رامنځته کول او استمرار دی. بله‌ مهمه مهمه موخه‌یې د سیمې هېوادونو ترمنځ د سیاسي، امنیتي او اقتصادي همکاریو لا پیاوړتیا ده."

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد

د افغانستان حکومت هیله ښيي چې دا کنفرانس د سولې روان بهیر په اړه د سیمې د مهمو هېوادونو ترمنځ د یو واحد دریځ رامنځته کېدو کې مرسته وکړي.

افغان حکومت داسې مهال د سولې په اړه د همغږۍ لا پیاوړتیا په لټه کې دی چې امریکا هم د دې بهیر د ګړندي کولو او بریا لپاره ورځ تر بلې هڅې چټکې کړې دي.

تازه د دې هېواد د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن یو ځل بیا له سیاسي لارې د افغانستان د شخړې په حل ټینګار کړی.

ښاغلي بېلنکن سي‌اېن‌اېن ټلوېزیون سره مرکه کې ویلي، افغانستان کې باید یو سیاسي جوړجاړی وشي: "هر څوک پوهېږي چې د افغانستان شخړه پوځي حل نه‌لري، نو هلته باید یو سیاسي جوړجاړی وشي. داسې سیاسي جوړ جاړی چې د افغانانو له‌خوا د یو ګډ تفاهم په پایله کې رامنځته شوی وي، نو له همدې کبله موږ پر ډیپلوماتیکو لارو هم کار کوو او خپل نظریات مو له افغان حکومت او طالبانو سره شریک کړي دي."

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن

انتوني بېلنکن هم د سیاسي حل لپاره د سیمې هېوادونو هڅه اړینه بولي او په دې برخه کې د ترکیې غونډه مهمه ګڼي، چېرته چې به ملګري ملتونه هم حیاتي او تل‌پاتې ونډه ولري.

خو اساسي پوښتنه چې مطرح ده، د افغانستان د سولې په روان بهیر کې د ګاونډیو او سيمې د هېوادونو د دریځ یووالی دی.

دا هېوادونه به د افغانستان د سولې په بهیر کې د هغو وېشلو طرحو په اړه چې افغان حکومت، امریکا او طالبان‌یې لري، څه ډول یو واحد لید لوري ته ورسېږي؟