د افغانستان دفاع وزارت: ننګرهار کې د طالبانو د استخباراتو مسؤل ونیول شو

ارشیف، ننګرهار کې یو نیول شوی کس

د افغانستان دفاع وزارت په ننګرهار ولایت کې د طالبانو د استخباراتي مسؤل د نیول کېدو ادعا وکړه.

دغه وزارت نن په یوه لنډه اعلامیه کې ویلي چې د شفیق‌الله په نوم د طالبانو استخباراتي مسؤل په شېرزادو ولسوالۍ کې د کمانډو ځواکونو په عملیاتو کې له دوو نورو مشکوکو کسانو سره یوځای نیول شوی دی.

د عملیاتو د دقیقې نېټې په اړه نور جزئیات نه‌دي ورکړل شوي.

وسله‌والو طالبانو لا د دې موضوع په اړه رسماً څرګندونې نه‌دي کړي.