جو بایډن هم د برما پوځ له‌خوا د وژونکي ځواک کارول وغندل

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د نړۍ د نورو رهبرانو ترڅنګ د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر جو بایډن هم د برما د پوځ له‌‍خوا د وژونکي ځواک کارول وغندل.

له کله چې د برما پوځ پر قدرت منګولې خښې کړي او پر کودتا ضد مظاهره‌چیانو یې تاوتریخجن فشارونه راوستلي، تېره شنبه تر ۹۰ د زیاتو کسانو د وژل کېدلو له کبله یوه خونړۍ ورځ وه.

ولسمشر بایډن پرون په واشنګټن کې خبریالانو ته وویل، دا وحشتناکه او غوسه پاروونکې پېښه ده.

اروپايي ټولنې هم په برما کې د مظاهره‌چیانو په وړاندې شوی تاوتریخوالی غندلی او د نه‌منلو وړ یې بللی دی.

دا عکس‌العملونه وروسته له هغې ښوول کېږي چې د لسګونو هېوادونو د پوځ لوړ رتبه قوماندانانو د برما د پوځ له‌خوا د ځواک کارول وغندل.

دوی تېره شنبه په یوه ګډه اعلامیه کې وویل، په برما کې پوځ د خلکو په وړاندې خپل اعتبار بایللی دی.