زرګونو خوستوالو د یوې ولسي غونډې له لارې د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ

خوست کې ولسي غونډه

د یکشنې (د وري ۸مه) په ورځ زرګونو خوستوالو د یوې ولسي غونډې له لارې د جمهوریت ملاتړ اعلان کړ او له حکومت او نړیوالو يې وغوښتل چې د وروستیو شلو کلونو په لاسته راوړنو دې معاملې نه کېږي.

دوی وویل، د افغانستان خلکو د نظام د نشتون ترخې تجربې یې لیدلي او بیا نه غواړي چې د نویمې لسیزې بدمرغۍ تکرار شي او یا د ظلم حکومتونه پر دوی واکمن وي.

د دې ولسي راټولیدنې ویناوالو له خلکو وغوښتل چې ټول د نظام او جمهوریت د بقاء او پايښت لپاره یو لاس شي او اجازه دې نه ورکوي چې افغانستان بیا د نړیوالو له نظره ولویږي.

د یووالي او بدلون کاروان مشر عبدالولي واحدزي په خپلو خبرو کې وویل، دا خلک د دې لپاره راټول شوي چې هېواد يې بیا د نویمې لسیزې ناخوالو ته ستانه نه شي: "نننۍ غونډه د هغو وطندوستو افغانانو غږ دی چې نه غواړي بیا دې کومه ناهید د خپل عزت د ساتلو په خاطر د پنځم منزله ځان راوغورځوي، نه غواړي چې د کابل په هره چهاراهي ځانته بیرغ رپيږي، په هر ولایت کې دې ځانته امپراطوري وي او هر ځای کې دې ځانته حکومتونه وي."

ښاغلي واحدزي زیاته کړه، دا غونډه د هغو ځوانانو د وینو د درناوي غونډه ده چې د دې نظام د پايښت لپاره يې قربانۍ ورکړي.

د ولایتي شورا غړي قمر علي لکڼوال هم دې غونډې په خپلو خبرو کې وویل، په نظام کې به ستونزې وي، خو د خبرو او اصلاحاتو له لارې هر څه سمیدلی شي.

د غونډې او ولسي جشن په پای کې یو څلور ماده ییز پریکړه لیک هم صادر شو چې په هغه کې د سولې له وروستیو هڅو ملاتړ شوی او جمهوریت په کې یواځینۍ نظام ښودل شوی چې په هغه کې د ټولو خلکو حقوق، ازادۍ او پرمختګونه خوندي کیدلی شي.