کرونا؛ فرانسې، بلجیم او پولنډ محدودیتونه سخت کړي

پولنډ کې یو روغتیاپال ناروغ ته لارښوونه کوي

درې اروپایي هېوادونو فرانسې، بلجیم او پولنډ د کرونا وبا د مخنیوي په پار محدودیتونه سخت کړي دي.

د جرمني د روغتیا وزیر هم ویلي، فکر کوي چې له لسو تر ۱۴ ورځو یوه قرنطین یا ټولبند ته اړتیا شته چې د ویروس خپرېدل کنټرول کړي.

په فرانسه کې د همدې میاشتې له پيله د کرونا ورځنۍ پېښې دوه برابره شوي او د روغتونونو د بیړنۍ پاملرنې خونې یې په بې ساري ډول ډکې شوي دي.

بلجیم د اړینو توکو له پلورنځیو پرته نور ټول پلورنځي او کاروبارونه تړلي دي.

پولنډ هم ورته بندیزونه معرفي کړي دي.

د دې برعکس بریتانیا کې بیا د محدودیتونو په لېرې کولو غور کوي.

دغلته ویلز لومړنی ښار دی چې د سفر بندیزونه یې لېرې کړی دی.