عبدالله: طالبانو سره د قدرت ویش او له وخته مخکې ټاکنو ته چمتو یو

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله

د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله وایي، له طالبانو سره د قدرت ویش او دغه راز له ټاکلي مودې مخکې ټاکنو ته چمتو دی.

ښاغلي عبدالله په فرانسه کې له فرانس۲۴ ټلوېزیون سره په مرکه کې ویلي، د ترکیې راتلونکې غونډه د افغانستان د سولې لپاره یو ځانګړی فرصت دی او په خبره یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره دوه طرحې ورته چمتو شوي دي.

دی وايي: " دوه موضوعات زمونږ په مخ کې دي، یو د لنډې مودې لپاره د قدرت ویش دی، موږ د قدرت د ویش لپاره له خپلو همکارانو سره خبرې او شرایط شریک کړي دي، دوهمه موضوع به نه پوهېږم طالبانو ته د منلو وړ وي او که نه، خو وروسته به معلومه شي، موږ له وخته مخکې ټاکنو ته چمتو یو."

فرانسې ته د ښاغلي عبدالله د سفر اصلي موخه دغلته د پخواني نامتو جهادي قوماندان احمدشا مسعود په یاد د یوې لوحې د پرانېستې مراسمو کې ګډون و.

له دې لوحې چې د پاریس ښار په یوه مجلله سیمه کې درول شوې، پرون پرده پورته شوه.