د فرانسې پایتخت پاریس پرون شنبه(د وري ۷مه) د افغانستان ملي اتل احمد شاه مسعود په نوم د یوې سیمې د نومولو شاهد و.
په دې اړه جوړو شوېو مراسمو کې پخواني افغان جمهور رئیس حامد کرزي، د افغانستان د ملي مصالحې عالي شورا مشر عبدالله عبدالله، د احمد شاه مسعود زوی احمد ولي مسعود او د پاریس ښار د ښاروالۍ چارواکو ګډون درلود.
د احمد شاه مسعود په نوم نومول شوې سیمه د پاریس د شانزه لیزه ماڼۍ ته څېرمه ده او پرون پرې د همدې مراسمو په ترڅ کې د احمد شاه مسعود په نوم لوحه ولګول شوه.
د احمد شاه مسعود زوی احمد مسعود پر خپل ټویټر د فرانسوي چارواکو د دې اقدام مننه کړې او ویلي یې دي دا نومونه فرانسې ته د دې د پلار احمد شاه مسعود د سفر له شلم کال سره برابره ده.
During the centennial of Afg-French Relations and twenty years after my father’s trip to France, his spirit and memory continues to live. Paris, the City of Light, paid homage to Cmdr Massoud, the embodiment of enlightened Islam & the symbol of liberty and resistance. 1/2 pic.twitter.com/IBmMWSPGwb
— Ahmad Massoud (@AhmadMassoud01) March 27, 2021
د احمد مسعود په وینا د ده کورنۍ او هېواد به د فرانسې دا درناوی هېر نهکړي.
د پاریس ښاروالۍ څه موده مخکې په یوه پرېکړه کې دا سیمه د احمد شاه مسعود په نوم ونوموله.
احمد شاه مسعود ته چې د ۲۰۰۱ م کال په سپټمبر میاشت کې په یو ترورېستي برید کې ووژل شو، د افغانستان اساسي قانون د ملي اتل لقب ورکړی دی.