هرات کې ترافیکي پېښې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

په هرات کې یوې ترافیکي پېښې لږ تر لږه شپږ تنه وژلي او څه باندې لس تنه نور یې ژوبل کړي دي.

د هرات د حوزوي روغتون سرطبیب عارف جلالي ازادي راډيو ته وویل چې دا پېښه تېره شپه شوې ده: "د هرات-کندهار پر لویه لار د شینډنډ په سیمه کې یوه خاور موټر ټکر کړی دی چې په خواشینۍ سره شپږ تنه په کې مړه شوي او ۱۳ نور ټپیان دي، دوی یې روغتون ته راوړي، ټول یې نرینه او هغه مساپر دي چې احتمالاً ایران خوا ته تلل."

د پېښې د لامل په اړه تر اوسه څه نه دي ویل شوي، خو له دې وړاندې د دې ډول پېښو علت د موټر چلوونکو بې احتیاطي او چټک مزل ښودل شوی دی.

د کابل- هرات لویه لاره ډېرو سیمو کې کنډوکپره شوې او کله نا کله د دغسې خونړیو ترافیکي پېښو شاهده وي.