پاکستان کې یوې افغان کډوالې د موټر سایکل چلولو کورس پرانیستی

Your browser doesn’t support HTML5

یوې افغان کډوالې نجلۍ په پاکستان کې د ښځو لپاره د موټر سایکل چلولو د زده‌کړې د یوه کورس د بنسټ ډبره اېښې.

مرینه سعید په افغانستان کې د کورنیو جګړو پرمهال له خپلې کورنۍ سره پاکستان ته کډه شوه.

هغې کلونه هڅه وکړه، څو د موټر سایکل چلول زده کړي، خو اوس یې د نورو ښځو لپاره د‌ دې وسیلې د زده‌کړې لپاره لار پرانېسته.

نور په دې ویډیو کې وګورئ او خپلو ملګرو سره یې شریک کړئ.