د نړۍ ګڼو ښارونو کې څراغونه د ځمکې د ساعت په نوم مړه شول

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د نړۍ په ګڼ شمېر ښارونو کې تېره شپه څراغونه د ځمکې د ساعت په نوم مړه شول.

دا کار هرکال د دې لپاره کېږي چې طبیعت او اقلیمي بحران ته پام واوړي.

نیوزیلنډ لومړنی هېواد و چې د پلازمېنې اکلېنډ د اسمانڅوکي برج څراغونه یې ګول کړل.

په واشنګټن کې بیا د پارلمان د ودانۍ څراغونه د شپې په اته نیمې بجې د یوه ساعت لپاره مړه شول.

په سینګاپور، برلین، مسکو، نیویارک، پاریس او هانګ کانګ کې هم د ځمکې د ساعت لپاره څراغونه مړل شول.

په ډېرو ښارونو کې له خلکو هم وغوښتل شول چې د یو ساعت لپاره د کورونو څراغونه مړه کړي او په دې توګه خپل پام د طبیعت او اقلیم ساتنې ته واړوي.