روغتیا وزارت: افغانستان کې د کرونا ویروس د نوې بڼې ۷ قضیې ثبت شوي

ارشیف، د هېواد یو لابراتوار

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت وایي، په دې هېواد کې د کرونا ویروس د نوې بڼې ۷ قضیې ثبت شوي دي.

د دغه وزارت چارواکي وایي، د دې ویروس نوې بڼې یې د جینوتایپینګ لابراتوار په مرسته تشخیص کړي دي.

د عامې روغتیا وزارت ویاند دستګیر نظري تېر ماښام ازادي راډیو ته وویل چې دا لابراتوار په لومړي ځل پرون شنبه (د وري ۷مه) په کابل کې پرانېستل شو.

هغه زیاته کړه: "له دې سره هم‎مهاله چې موږ دا لابراتوار فعال کړ، له ۱۱ بېلګو چې له ننګرهاره اخېستل شوي وو، ۷ پېښې یې مثبتې وې او هغه هم د ویروس هغه بڼه چې په انګلستان کې خپور شوی وو."

په بریتانیا کې د کرونا ویروس نوې بڼه پروسږکال په ډسمبر کې وپېژندل شوه.

په راپورونو کې د روغتیايي متخصصینو په حواله وړاندې لیکل شوي چې د یاد ویروس د نوې بڼې د خپرېدو قابلیت تر لومړنۍ بڼې ۵۰ تر ۷۰ سلنه ډېر دی.

د افغانستان د عامې روغتیا وزارت د شمېرو له مخې په دې هېواد کې شااوخوا ۵۶ زره او ۳۰۰ کسان په کرونا ویروس اخته شوي او ۲۴۷۰ تنه ترې مړه شوي دي.