سرپرست دفاع وزیر جنرال یاسین ضیا: ملي اردو په علیپور پسې ده

عبدالغني علیپور

افغان چارواکو نن شنبه (د وري ۷مه) د میدان وردګو په بهسودو ولسوالۍ کې د عبدالغني علیپور په مشرۍ د خپلسرو وسله والو پرضد د عملیاتو د دوهم پړاو د پیل خبر ورکړ.

لوی درستیز او سرپرست دفاع وزیر جنرال یاسین ضیا د امنیتي سکتور له مشرانو سره په ګډه خبري غونډه کې وویل، ملي اردو په علیپور پسې ده: "موږ په خپل مدعي او دښمن پسې په هرځای او هره بیه چې وي ځو. دا عملیات د کومې ساحې یا سیمې لپاره ځانګړي نه دي. علیپور یو غل او شوکمار دی چې اوس له سیمې تری تم شوی. هغه به یا تښتېدلی وي یا به پټ شوی وي خو موږ به یې انشالله پیدا کړو."

جنرال ضیا د علیپور ډله تروریستان وبلل او ویې ویل چې د دې ډلې د وسله والو له خوا د بندو شوېو لارو د خلاصون لپاره عملیات به دوام وکړي.

په بهسودو کې پوځي عملیات وروسته له هغه پیل شول چې د علیپور ډلې د تېرې اوونۍ د پنجشنبې ورځې په سهار د ملي اردو د یوه هليکوپټر د ویشتلو مسوولیت ومانه.

په پېښه کې ۴ پیلوټان او د ملي اردو پنځه سرتیري ووژل شول.