"د 'شاه و عروس' او 'شورابک' بندونو د جوړېدو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي"

د شورابک بند

له کمال خان بند وروسته د شاه و عروس او شورابک بندونو د کار د بشپړېدو زیرۍ. د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي اداره وايي، د دغو بندونو د جوړېدو چارې ۹۹ سلنه بشپړې شوي دي.

د دې ادارې ویاند نظام الدین خپلواک ازادي راډيو ته وویل، افغانان اوس د خپلو اوبو د مهارولو توان لري: "د کمال خان بند چې د افغانستان یو له سترو لاسته راوړنو څخه دی، ګټې اخېستنې ته وسپارل شو، له دې وروسته د شورابک او شاه او عروس بندونه دي چې د جوړېدو چارې یې ۹۹ سلنه پای ته رسیدلي او ډېر ژر به ګټې اخېستنې ته وسپارل شي. "

افغانان اوس د خپلو اوبو د مهارولو توان لري

د ښاغلي خپلواک په وینا، شورابک بند د جرمنیانو له خوا د شااوخوا ۴۵ میلیونه یورو او د شاه وعروس بند د افغان دولت له خوا د ۵۳ میلیونو ډالرو په ارزښت جوړ شوي دي .

نوموړی وايي، تمه ده چې روان کال د ۴۴ نویو بندونو د جوړېدو چارې هم پیل شي.

د ښاغلي خپلواک په خبره، د دې بندونو تړونونه به هم په نږدې راتلونکي کې لاسلیک شي.

زابل کې پر توري بند کار روان دی

د افغانستان د اوبو د چارو تنظیم ملي ادارې د معلوماتو له مخې اوس مهال:

  • هلمند کې کجکي.
  • فراه کې بخش اباد.
  • فاریاب کې دهنه دره.
  • هرات کې پاشدان.
  • غزني کې سلطان.
  • ارزګان کې شفلوغ.
  • کندز کې دوهم خان اباد.
  • کابل کې شاه و عروس.
  • بدخشان کې شورابک.
  • زابل کې توری.
  • او پکتیکا کې پلتو هغه بندونه دي چې تر کار لاندې دي.

له یادې ادارې په خپاره شوېو راپورونو کې د دې ټولو بندونو تر څنګ کابل کې د شاه توت للندر بند د جوړېدو قرارداد لاسلیک شوی دی او چارې یې هم په پيلېدو دي.

د کمال خان بند د پرانیستې مراسم،انځوریزه بڼه

په ورته وخت کې د کرنیزو چارو پوه میروس خوګیاڼی په افغانستان کې د اوبو د بندونو جوړول په ځانګړي ډول د دغه هېواد د کرنې لپاره ډېر اړین بولي.

دی وايي: "افغانستان یو کرنیز هېواد دی، د دې هېواد اقتصاد د کرنې په پراختیا پورې تړلی دی چې دا د اوبو سرچینو ته اړتیا لري. نو د بندونو جوړول په ځانګړي ډول هلته چې د باران اوبه او سیلاب اوبه تنظیم شي، نو د بندونو رغول دا ډېر اساسي کار دی او ډېره پانګونه باید پرې وشي."

دا په داسې حال کې ده چې تېره اوونۍ افغان جمهور رئیس د کمال خان بند پرانېسته وکړه.

د افغانستان د اوبو چار د تنظیم ملي ادارې د معلوماتو له مخې کمال خان بند ۱۷۴ زره هکتاره ځمکه خړوبوي او همدا شان د نهه مېګا واټه برېښنا تولید توان هم لري.

Your browser doesn’t support HTML5

په نیمروز کې د کمال خان بند پرانیسته

د دې ادارې د معلوماتو له مخې د کمال خان بند رغنیزې چارې په لومړي ځل په ۱۳۴۵ لمریز کال کې د افغانستان د پخواني ولسمشر محمد داوود خان د واکمنۍ پرمهال پیل شوې وې، خو بیا وروسته یې کارونه بېرته ودرول شول.

د افغان جمهور رئیس محمد اشرف غني د واکمنۍ په اوله دوره کې د دغه بند چارې په ۲۰۱۷میلادي کال کې یوځل بیا پیل شوې.

د افغان چارواکو په وینا د کمال خان بند پر جوړولو تر ۲۰۰ میلیونو ډالرو زيات لګښت راغلی.