د روسیې د دفاع مرستیال وزیر برما کې جوړ شوي پرېډ کې برخه واخېسته

د روسیې د دفاع مرستیال وزیر نن د مارچ په ۲۷مه نېټه د میانمار د وسله والو ځواکونو د ځانګړې ورځې په مناسبت په جوړ شوي پرېډ کې برخه واخېسته.

د میانمار یا برما د پوځي حکومت د واکمنې ډلې مشر جنرال مین اونګ هلاینګ د دې ورځې په مناسبت د وینا پر مهال روسیه د میانمر نژدې ملګرې وبلله.

هغه په دې ټلوېزیوني وینا کې همدا راز د انتخاباتو د ترسره کولو ژمنه وکړه.

د روسیې مرستیال دفاع وزیر الکساندر فومین له مین اونګ هلاینګ سره له لیدنې وروسته په پوځي پرېډ کې برخه واخېسته.

په میانمار کې د فبروري د لومړۍ نېټې له کودتا وروسته چې په نتیجه کې یې پوځي شورا واکمنه شوه پرله پسې اعتراضونه روان دي.

پرون د فعالانو یوې ټولنې اعلان وکړ چې په دې اعتراضونو کې له درې سوو زیات کسان وژل شوي دي.