طالبان: که بهرني ځواکونه له افغانستانه ونه وځي پرضد یې جګړه پیلوو

ارشیف، افغانستان کې یو شمېر بهرني سرتیري

طالبانو په یوه اعلامیه کې ګواښ کړی دی که ټول بهرني ځواکونه د سولې له تړون سره سم په ټاکلي وخت له افغانستانه ونه وځي د هغوی پر ضد به جګړه پیل کړي.

د۲۰۲۰ میلادي کال د فبروري په نهه ویشتمه د امریکا او طالبانو ترمنځ د قطر په پلازمېنه دوحه کې د سولې تړون وشو چې د یو لړ شرایطو پر اساس امریکا ژمنه وکړه چې د مې تر لومړۍ نېټې به خپل ټول ځواکونه له افغانستانه باسي.

د دې تړون له مخې افغانستان کې د امریکایي ځواکونو شمېر کم شوی دی او اوس یوازې دوه نیم زره پاتې دي.

د امریکا ولسمشر جو بایډن د پنجشنبې په ورځ وویل چې د تخنیکي ستونزو له امله ګرانه ده چې ټول امریکایي سرتیري د مې تر لومړۍ له افغانستانه ووځي.