د امریکا استخبارات: که امریکا له افغانستانه ووځي ښايي طالبان یې ونیسي

ارشیف، ارزګان کې وسله وال طالبان

د امریکا استخباراتي ادارو د جوبایډن ادارې ته ویلي دي، که امریکایي ځواکونه مخکې تر دې له افغانستانه ووځي چې یو ګډ حکومت جوړ شي ښایي طالبان په دوو-درېیو کلونو کې افغانستان ونیسي.

نیویارک ټایمز ورځپاڼې دا خبر د یو شمېر چارواکو په وینا چې نومونه یې نه دي اخېستل شوي خپور کړی دی.

دې چارواکو دا هم ویلي دي، که طالبان په زوره افغانستان ونیسي القاعده شبکې ته به اجازه ورکړي چې بیا په افغانستان کې سره منظمه شي.

رویټرز اژانس لیکي چې سپینې ماڼۍ په دې اړه له تبصرې ډډه کړې ده.

د نیویارک ټایمز په باور یو شمېر امریکایي چاروکي تردې راپور وروسته اوس د دې پلوي کوي چې امریکايي ځواکونه د مې د لومړۍ نېټې تر ضرب الاجل ورهاخوا هم په افغانستان کې پاتې شي.

د ۲۰۲۰میلادي کال د فبروري په نهه ویشتمه امریکایانو له طالبانو سره د سولې تړون وکړ او دا ژمنه یې وکړه چې د مې تر لومړۍ نېټې به خپل ټول پوځیان له افغانستانه باسي.