هشت صبح: استانبول ناستې ته د ګډ دریځ نشتون به ستونزې جوړې کړي

کابل چاپ ورځپاڼې

  • هشت صبح

هشت صبح ورځپاڼې د استانبول ناستې په درشل کې د جمهوریت له حوزې د بېلابېلو طرحو له جوړېدو خبر ورکړی او لیکلي یې دي چې د ګډ دریځ نه شتون به ستونزې رامنځته کړي.

وړاندې راغلي، دغې ناستې ته جمهوري ریاست، د مصالحې عالي شورا، د ګلبدین حکمتیار په مشرۍ حزب اسلامي، جنبش ګوند او یو شمېر نورو ادارو او حزبونو خپلې طرحې جوړې کړي چې تر اوسه یې جزئیات روښانه نه دي.

د لېکوال په وینا، دغه ناسته کې به په څلور مهمو مسایلو بحث وشي:

  • انتقالې حکومت.
  • له وخته مخکې ټاکنې.
  • د وګړو ازادۍ او حقونه.
  • او د سیاسي نظام نوعیت.

خو د لېکوال په وینا، هغه څه چې د جمهوریت په حوزه کې د اندېښنې وړ دي هغه دا دي چې په دې ټکي واحد نظر او یوه طرحه نه شته، بلکې له هر لوري یو پلان جوړ شوی .

ورځپاڼې همدارنګه لیکلي چې د مصالحې عالي شورا باید ټولې خواوې دې مسئله کې سره راټول کړي وای، څو له یوې طرحې ملاتړ وکړي او له دې پرته به دوی له ناکامۍ سره مخ شي.

  • وېسا

وېسا ورځپاڼې هم د استانبول ناستې په تړاو لیکلي چې دا ناسته به د ۲۰۰۱ میلادي کال د بُن کنفرانس په بڼه د افغانستان سیاسي راتلونکی وټاکي.

وړاندې راغلي، دغه کنفرانس کې به د لومړي کتار سیاسي مشران د طالبانو له مشرانو سره جرګه شي او ملګري ملتونه به یې مسؤولیت په غاړه اخلي.

د ورځپاڼې په وینا دا ناسته داسې مهال جوړېږي چې د راتلونکي حکومت په اړه امریکا یوه طرحه جوړه کړې او سیاسي مشرانو ته یې سپارلې هم ده او ولسمشر غني ته د متحده ایالاتو د بهرنیو چارو وزیر له لیکه ښکاري چې امریکا دې کار کې جدیت لري او غواړي د ترکیې له غونډې یوه نتیجه را وباسي.

خو په وینا یې ولسمشر غني هم دغې ناستې ته خپل وړاندیزونه او طرحې لري چې یوه یې له وخته مخکې ټاکنې ترسره کول دي او بله یې د مؤقت حکومت په رأس کې د ده پاتې کېدل .

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې، د امريکا له نوې طرحې یادونه کړې او لیکلي یې دي، دوی غواړي څو مؤقت حکومت رامنځته شي، خو ملګرو ملتونو، نړيوالې او اروپايي ټولنې يې مخالفت کړی.

وړاندې راغلي چې افغان ولسمشر په دې اړه خپله طرحه وړاندې کړې چې نوې طرحه کې د اوربند، د سولې، د حکومت او دغه شان له وخته مخکې يې د انتخاباتو وړانديز کړی او په وینا یې چې ولسمشر به دا طرحه د ترکيې په کنفرانس کې وړاندې کړي.

د لیکوال په وینا، د دې طرحې له منلو سمدستي وروسته به د اشرف غني‌ اوسنی روان حکومت د سولې د حکومت په نوم خپل کار ته تر انتخاباتو پورې دوام ورکړي.

ورځپاڼې د سرچينو په حواله لیکلي چې طالبان له انتخاباتو مخکې تر يوه مېکانېزم لاندې د سولې د حکومت غړي کېدای شي او طالبانو ته به وزارتونه او رياستونه ورکړل شي او جنګيالي به يې د افغان ځواکونو په ليکو کې ورګډ شي او په دې اړه هم خبرې کېدای شي چې طالبانو ته په ملي شورا او حکومت کې څومره ونډه ورکول کېدای شي.

خو طالبانو له ځنډ پرته د دې طرحې مخالفت کړی دی او ویلي یې دي چې ګنې معامله له امريکا سره کوي او له امريکا سره يې د ۲۰۲۰ میلادي کال د فبرورۍ د ۲۹مې تړون له مخې بايد تر مې مياشتې پورې ټول بهرني ځواکونه له افغانستانه وباسي.