ننګرهار کې ترافیکې پېښې ۳ تنه وژلي او ۱۱ نور یې ژوبل کړي

د چپرهار پېښه

په ننګرهار کې په یوه ترافیکي پېښه کې لږ تر لږه دوه مېرمنې او یو ماشوم مړه شوي او ۱۱ نارینه ژوبل شوي دي.

د ننګرهار مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي چې دا پېښه پرون جمعه (د وري ۶مه) مازدیګر د چپرهار ولسوالۍ په شغلدرې سیمه کې د کاسټر او کرولا موټرو او یوې ریکشا د ټکر په نتیجه کې وشوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي چې ټپیان په روغتون کې بستر شوي او د ټولو وضعیت د ډاډ وړ دی.