میانمار کې د کودتا پر ضد د مظاهرو پر مهال د وژل شویو شمېر له ۳۰۰ واوښت

میانمار کې د پوځي کودتا ضد مظاهرې

په میانمار کې د فعالانو یوه ډله وايي چې د پوځي کودتا پر ضد د مظاهرو پر مهال د وژل شویو کسانو شمېر نن له ۳۰۰ واوښت.

له سیاسي بندیانو سره د مرستې ټولنې چې د وروستیو اعتراضونو په ترڅ کې د مړینو او توقیفونو جزئیات ثبتوي، نن وویل چې د ۳۲۰ کسانو وژل کېدل‌یې ثبت کړي، خو دا ټولنه چې پرون د مارچ په ۲۵مه نېټه‌یې د ۱۱ معترضانو د وژل کېدو خبر ورکړ وايي چې دا یوازې له دوی سره د ثبت شویو کسانو شمېره ده.

د فعالانو د دې ټولنې په وینا د تلفاتو اصلي شمېر ښايي تر دې خورا زیات وي.

په برما کې د فبروري د لومړۍ نېټې له کودتا وروسته چې په نتیجه کې یې د انګ سان سوچي په مشرۍ حکومت وپرځېد تر اوسه پورې د برما په پلازمېنه او نورو ښارونو کې د پوځي واکمنۍ پر ضد مظاهرې روانې دي.