جو بایډن: امریکایي ځواکونه به راتلونکی کال په افغانستان کې حضور ونه‌لري

د امریکا ولسمشر جو بایډن

د امریکا ولسمشر جو بایډن وايي، د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه د ټولو امریکايي ځواکونو وتل سخت کار دی، خو هغه په عین حال کې ټینګار وکړ چې امریکایي ځواکونه به راتلونکی کال په افغانستان کې حضور ونه‌لري.

ښاغلي بایډن پرون پنجشنبه د ولسمشر په توګه په خپل لومړۍ خبري غونډه کې دا څرګندونې وکړې. هغه وویل چې دی نه‌غواړي ۲،۵۰۰ امریکايي سرتېري د اوږدې مودې لپاره په افغانستان کې پاتې شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د ۲۰۲۰م کال د فبرورۍ میاشتې د ۲۹مې د موافقې له مخې ټول بهرني ځواکونه د طالبانو له‌خوا د امنیتي ضمانتونو په بدل کې باید د سږني کال د مې تر لومړۍ نېټې له افغانستانه ووځي.

د امریکا ولسمشر وویل چې د دې موافقې بیاکتنه لاهم روانه ده.