چین په بریتانیا کې پر ځینو سازمانونو او افرادو بندیزونه ولګول

ارشیف، د چین بیرغ

چین په بریتانیا کې پر ځینو سازمانونو او افرادو د هغه څه له کبله بندیزونه ولګول چې پیکېنګ‌یې "په ناوړه ډول د درواغو او غلطو معلوماتو خپرول" یادوي.

چین وايي دغه غلط معلومات د اقلیت اویغور مسلمانانو په وړاندې د چین د چلند په اړه خپاره شوي دي.

د چین د بهرنیو چارو وزارت نن جمعه په یوه اعلامیه کې وویل، د دوی له‌خوا دغه بندیزونه پر څلورو شرکتونو او د بریتانیا د پارلمان د وکیلانو په ګډون پر نهو افرادو لګول شوي دي.

دا تحول د چین په شمال لوېدیځه سیمه شینجین کې له بشري حقونو د سرغړونو له کبله د ډیپلوماتیکو اړیکو د ترینګلتیا تازه مورد دی.

په همدې حال کې سلګونه اویغورانو پرون د ترکیې په انقره او استانبول ښارونو کې ترکیې ته د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي د سفر په اعتراض کې لاریون وکړ.

دوی د چین په شینجین سیمه کې د بشري حقونو د سرغړونو په وړاندې له ترکیې د کلک دریځ غوښتنه وکړه.