د ملي اردو ۱۱ سوه نوي سرتیري خوست کې په دندو ګمارل کیږي

یو شمېر افغان سرتیري

د تندر قول اردو چارواکي وايي، وسله وال مخالفین نه شي کولی چې د دوی د مسوولیت په سیمو کې نا امنۍ جوړې کړي.

دوی زیاتوي، دا د وسله والو مخالفینو تبلیغات دي چې د هوا په ګرمېدو سره به بریدونه ډېر کړي، ځکه مخالفین د افغان ځواکونو په عملیاتو کې ځپل شوي دي.

چارواکو یادې څرګندونې د پنجشنبې په ورځ د تندر قول اردو له روزنیز مرکزه د ملي اردو د ۱۱۴۱ نویو سرتیرو د فراغت په مراسمو کې ازادي راډیو ته وکړې.

چارواکي وايي، یادو سرتیرو چې درې میاشتنۍ پوځي زده کړې کړي، په خوست کې به د ملي اردو په لیکو کې په دندو وګمارل شي.

یو شمېر افغان سرتیري

د ۲۰۳ تندر قول اردو قوماندان جنرال میرویس صافي وویل، دا مهال د سوېل ختیځو ولایتونو جوپې-جوپې ځوانان د ملي اردو لیکو ته ور روان دي او دوی د ځوانانو په دې روحیه ویاړي.

جنرال صافي زیاته کړه: "دا د دښمن تبلیغات، خوب او خیال دی چې وايي موږ به وضعیت نا امنه کړو، ژمي کې هم ټول دلته وو، دښمن نور ځپل شوی او تاسو ولیدل چې جوپه-جوپه ځوانان راځي او اردو ملي کې ځانونه راجسټر کوي، دا موږ ته ډېر د افتخار ځای دی، دا یوولس سوه سرتیري ټول خوست ته لېږم، ځکه خوست سرحد دی او یو څه د پکتیا سیمو ته هم لېږو."

بل لوري ته هغه ځوان سرتیري چې د ملي اردو له روزنیز مرکزه فارغ شوي دي، خوښي څرګندوي او وايي، د هېواد ناخوالو دې ته اړ کړل چې د خپلو وطنوالو د سوله ییز ژوندانه په تامین کې برخه واخلي.

سرتیری رحمان الله وايي، په درې میاشتنیو زده کړو کې يې پوره پوځي مهارتونه زده کړي

د درېیم ټولي سرتیری وحیدالله چې د خوست ولایت اوسیدونکی دی وايي، د خلکو د ډامن امنیت ساتلو لپاره د ملي اردو په لیکو کې شامل شوی دی.

دی زیاتوي، نور ملګري يې هم تکړه او با جرئته ځوانان دي، ددې لپاره يې دریشي اغوستې او کمربند يې تړلی، چې د وطن خدمت وکړي.

د پکتیا د ځاځي اریوب ولسوالۍ اوسیدونکی سرتیری رحمان الله وايي، په درې میاشتنیو زده کړو کې يې پوره پوځي مهارتونه زده کړي دي: "درې میاشتې پوځي زده کړې مو وکړې، په ټول ۳۴ ولایتونو کې زه کولای شم، چې وظیقه ترسره کړم، د خپلې خاورې نه په میړانه دفاع وکړم، نو موږ دښمن ته اجازه نه ورکوو چې زموږ په خاوره یرغل وکړي."

د تعلیمي کنډک یو بل سرتیری عطاالله د دولت وسله والو مخالفینو غواړي چې سوله وکړي او دوی سره څنګ په څنګ د هېواد خدمت ته ملاوې وتړي.

نوموړی زیاتوي، که مخالفین سوله نه کوي او په جګړه ټينګار کوي، نو دی او ملګري يې چمتو دي چې د ژوند تر پایه له خپل هېواده ساتنه وکړي.

یاده دې وي، چې د تندر قول اردو اړوند لواوې په خوست، پکتیا، پکتیکا، لوګر، غزني او میدان وردکو ولایتونو کې د امنیت ساتلو مسوولیتونه پر غاړه لري.

که څه هم پخوا ملي اردو قطعاتو او جزوتامونو ته تعینات په لزومدید کېدل، خو دا ځل د لويې پکتیا ځوانانو ته د دفاع وزارت له لوري ویل شوي، چې دوی به په خپلو ولایتونو کې په دندو وګمارل شي.

د ملي اردو له روزنیز مرکز څخه ددې ځل ډیری فارغان د خوست ولایت ول.