په کابل ښار کې د ښاري بسونو فعالیت بیا پیل شو

د کابل ښاروالي یو ځل بیا په کابل ښار کې د ښاري بسونو فعالیت پیل کړ

کابل ښار چې نږدې پنځه میلیونه نفوس لري کلونه کېږي چې ښاري بسونه نه‌لري او خلک یې د ټرانسپورټ په‌برخه کې له ستونزو سره مخ دي.

خو اوس د کابل ښاروالي د زړو بسونو له بیا ځلې جوړونې سره هڅه کړې چې د کابل ښار دا ستونزه تر یو حده حل کړي.

د کابل ښاروال داوود سلطان‌زوی د پنج‌شنبې په ورځ د پنځو بسونو فعالیت په ازمایښتي ډول د کابل ښار په احمد شاه بابا مېنه کې پیل کړ.

هغه ازادي راډیو ته وویل، دا بهېر به تر راتلونکي یوې اوونۍ د کابل په ټول ښار او ولسوالیو کې پلې کړي: "لومړی ځل دی چې د څو میلیوني جمعیت لپاره د کابل ښاروالۍ د بسونو خدمتونه پیل کړی، دا د کابل ښاریانو لپاره اسانتیا رامنځته کوي همدا راز د ښاري نطم او چاپیریال ساتنې برخه کې مهمه ونډه لوبوي. له دې مسیره مو پیل وکړ که دا بهېر بریالی شي، خلک ورڅخه سمه ګټه پورته کړي او له موږ سره همکاري وکړي دا بهېر به د کابل ښار نورو برخو کې هم پیل کړو."

دا بسونه چې شمېر یې ۲۰۰ ته رسېږي په یوې امریکایۍ کمپنۍ پورې اړه لري او اوس تازه د کابل ښاروالي له‌خوا بیا ځلي ترمیم او نارنجي رنګ ورکړل شوی دی.

د دې بسونو چلونکي د ښاروالۍ کارکونکي دي او هغه څوک چې ورڅخه ګټه پورته کوي باید ټکټ ولري.

دا بسونه د ۳۰ کسانو د ناستې وړتیا لري او د کابل ښار په ۱۶ لوریو کې به تګ راتګ کوي.

د کابل ښاروالي یو ځل بیا په کابل ښار کې د ښاري بسونو فعالیت پیل کړ

خلک وایي، هیله لري چې دا بهېر د کابل ښار نورو برخو کې هم ژر تر ژره پیل شي، ځکه اقتصاد یې چندان ښه نه‌دی او داسې خدمتونو ته اړتیا لري.

دوه تنه کابل ښاریان شمع او حیات الله وايي:" بسونو ته نه لاسرسي ډېرې ستونزې پیدا کړي، اوریدلې مو دي چې د کابل ښاروالۍ د بسونو فعالیت پیل کړی دا ډېره ښه ده ترڅو لویه ستونزه حل کړي.

-د بسونو نشتون لوبه ستونزه ده، دا لوی ظلم دی چې غریب خلک د لږ واټن لپاره په شخصي موټرونو کې له دیرشو تر پنځوس روپۍ مصرف کړې، هیله لرو دا ستونزه حل شي."

د کابل ښاروالي بیا د ښار له اوسېدونکو غواړي چې له دې بسونو څخه د ګټې اخېستنې پر مهال ښاري فرهنګ او ټولنیز چلند په پام کې ونیسي.