طالبان: مسکو غونډه کې د 'اسلامي نظام' د جوړېدو له طرحې غلط تعبیر اخېستل شوی

د افغان سولې په اړه د مسکو غونډه

د مسکو لانجمنه غونډه چې د تړلو دروازو تر شاه ترسره شوه او په پایله کې یې یوازې لس‌ ماده‌ییز پرېکړه‌لیک خپور شو.

هغه اعلامیه چې د طالبانو له اسلامي امارات سره یې مخالفت وښود او افغان حکومت ترې هرکلی وکړ.

خو له دې غونډې د نږدې یوې اوونۍ وروسته، د افغانستان لپاره د روسیې ځانګړي استازي اسوشېټېډ پرېس ته ویلي، د مسکو غونډه کې د طالبانو پلاوي پر دې ټینګار کاوه چې د اسلامي امارت بیا جوړېدل، د افغانستان د شخړې یو احتمالي حل لار ده.

خو په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر وايي، د مسکو په غونډه کې د اسلامي امارت د بیا جوړېدو موضوع نه‌ده مطرح شوې.

د دې دفتر ویاند محمد نعیم وايي، دوی هلته یوازې د اسلامي نظام د جوړېدو موضوع یاده کړې او د اسلامي نظام د جوړېدو له طرحې غلط تعبیر اخېستل شوی دی.

په قطر کې د طالبانو سیاسي دفتر ویاند محمد نعیم

نوموړی زیاتوي: "د مسکو یا هم بل ځای چې دا ویل شوي، ګوندې اسلامي امارت بیا راځي، په دې اړه څه نه دي ویل شوي. البته کېدای شي یو شمېر د اسلامي نظام او اسلامي امارت ترمنځ توپیر و نه شي کولای. موږ یو ځل ویلي، بیا یې هم وایو چې افغانستان کې باید یو اسلامي نظام راشي."

ښاغلی محمد نعیم زیاتوي، د اسلامي نظام د راتګ او څرنګوالي موضوع د افغانانو خپلمنځي بحث دی او د مذاکراتو پر مهال به پرې بحث وشي.

د مسکو له غونډې وروسته، که څه هم ضمیر کابلوف یې له پایلې خوښ دی، خو له دې وړاندې د افغانستان د مرکچي پلاوي یو شمېر غړو ازادي راډیو ته ویلي وو، د مسکو غونډه له تاوتریخوالي سره مل او روښانه پایله یې نه درلوده.

د مسکو د غونډې له پایلو ضمیر کابلوف خوښ دی

د دوی له قوله، په دې غونډه کې طالبانو پر خپل دریځ ټینګار کاوه او نرمښت یې نه لاره.

له دې ټولو سره-سره، یو شمېر سیاسي شنونکي وايي، په سیمه او نړۍ کې د اسلامي امارت د بیا جوړېدو سره مخالفت شته، خو د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه لا روښانه تصویر نه دی جوړ شوی.

سیاسي شنونکی عمر شریفي

له دوی یو عمر شریفي وايي، امریکا او نور په دې اند دي چې د اسلامي امارت بیا راتګ د افغانستان، امنیت، ثبات او پرمختګ ته ګټه نه رسوي.

ښاغلی شریفي زیاتوي، د مسکو غونډه هم پر همدې ټکي د اجماع او تر خوا یې د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه د بحث لپاره جوړه شوې وه: "د سولې دوهم پړاو چې موږ یې باید شاهد و اوسو، پر همدې محور را څرخي چې د اسلامي امارت په بیا راتګ سره افغانستان کې سوله یقیني شي. پر همدې موضوع خبرې روانې دي او د مسکو غونډې دا تر یوه حده روښانه کړ."

په دې اړه نور: استانبول غونډې ته د افغانستان هیله؛ عبدالله: تمه ده د سولې په اړه یو پرمختګ وشي

د سیاسي چارو د دې شنونکي له قوله، د مسکو غونډه د استانبول د غونډې لپاره چې د اپریل په لومړیو کې به وشي، لار پرانېستونکې وه او هلته به د افغانستان د راتلونکي نظام په اړه نظریات روښانه شي.

د مسکو غونډه د تېرې پنج‌شنبې په ورځ وشوه چې به کې د روسیې، امریکا، چین او پاکستان سربېره، افغان حکومت، ځینې سیاسیونو او طالبانو ګډون کړی و.