ارګ: د ۶ میاشتو انتخابات نه ممکن دي او نه کیدلای شي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د افغانستان ولسمشرۍ ماڼۍ وايي، د ترکیې ناستې په طرحه کې د له وخته مخکې ټاکنو بحث شامل دی، خو په خبره یې دا چې شپږ میاشتې وروسته دې ټاکنې وشي، دا کار امکان نه لري.

دا خبره د ولسمشر د ویاند مرستیال دواخان مینه پال نن پنجشنبه (د وري ۵مه) ازادي راډیو سره په همدې تړاو یوه بحث کې وکړه: "دا د شپږو میاشتو انتخابات نه ممکن دي او نه په شپږو میاشتو کې انتخابات ترسره کېدلی شي، اصل انتخابات دي، پر وخت باندې یې موږ بحث کولای شو، اماده یو چې پر وخت باندې يې بحث وکړو، خو د شپږو میاشتو وخت یې زه ردوم."

تر دې وړاندې د ارګ یوې بلې سرچینې ازادي راډيو ته ویلي و چې ولسمشر به د ترکیې په کنفرانس کې د امریکا د طرحې په ځواب کې تر شپږو میاشتو پورې د انتخاباتو د ترسره کولو وړاندیز وکړي.

د افغانستان په اړه د ترکیې غونډه راتلونکې اپریل میاشته کې جوړېږي او وړاندیز یې هم د امریکا له خوا شوی دی.