د امریکا سفارت: له ۱۹۹۴ کال راهیسې داعي ۲۹م افغان خبریال دی چې وژل کېږي

هلمند کې د ازادي راډیو د وژل شوي خبریال الیاس داعي په اړه په کابل کې د امریکا سفارت لیکنه

په کابل کې د امریکا متحده ایالاتو سفارت، د ازادۍ راډیو د وژل شوي خبریال محمد الیاس داعي له عکس سره یوځای لیکلي چې داعي له ۱۹۹۴م کال راهیسې ۲۹م خبریال دی چې په افغانستان کې وژل کېږي.

دغه سفارت پرون په یوه ټویټ کې ویلي، امریکا د ژورنالېستانو په وړاندې د تاوتریخوالي بندول غواړي او د دغو ترورونو د بېړنۍ څېړنې او د عاملانو د مجازاتو ملاتړ کوي.

د ازادۍ راډیو خبریال محمد الیاس داعي، د نومبر میاشتې پر ۱۲مه په لښکرګاه کې ظاهراً د ده په موټر پورې د نښلول شوي ماین په چاودنه کې ووژل شو او ورور یې مجتبی محمدي ټپي شو.

که څه هم حکومت د یوه مشکوک کس د نیول کېدو خبر ورکړی، خو د رسنیو د ملاتړ بېلابېلو ادارو د مشکوک کس د علني محاکمې غوښتنه کړې ده.