برما کې د پوځي کودتا ضد مظاهرو پر مهال سلګونه نیول شوي کسان خوشې شول

ارشیف، د برما په یانګون سیمه کې له اینسین زندانه یو شمېر خوشې شوې ښځې

په برما کې نن سلګونه هغه زندانیان خوشې شول چې دغلته د پوځي کودتا ضد مظاهرو پر مهال نیول شوي وو.

محلي رسنیو او عیني شاهدانو ویلي، دا کسان په یانګون سیمه کې له اینسین (Insein) زندانه ازاد شول او په څو بسونو کې لېږدول کېدل.

تر اوسه د میانمار یا پخوانۍ برما چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

د اسیا په جنوب ختیځ کې پروت دا هېواد د تېرې فبرورۍ میاشتې له کودتا وروسته هره ورځ د اعتراضونو شاهد دی.

د کودتا پر مهال د ملکي حکومت مشره انګ سان سوچي زنداني شوه او د دغه هېواد چارې پوځ په خپل کنټرول کې واخیستې.

د کودتا له پيله اعتراضونو کې تر اوسه نږدې دوه زره کسان زنداني شوي او نږدې ۲۵۰ وژل شوي دي.