دفاع وزارت: بلخ او فاریاب کې ۵۰ وسله وال مخالفین وژل شوي

ارشیف، افغان ځواکونه د عملیاتو پر مهال

د افغانستان دفاع وزارت په شمالي ولایتونو فاریاب او بلخ کې طالبانو ته د درنې مرګ ژوبلې اړولو ادعا کوي.

د وزارت مطبوعاتي دفتر نن چهارشنبه (د وري ۴مه) په جلا جلا خبرپاڼو کې ویلي چې دواړو ولایتونو کې د دوی ځواکونو هدفمند ګذارونه کړي چې پایله کې يې ۵۰ وسله وال مخالفان وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان دي.

وزارت ویلي،د فاریاب په قیصار او خواجه سبزپوش ولسوالیو کې یې د طالبانو غونډې په نښه کړي چې ۳۴ تنه یې وژلي او ۱۴ نور یې ټپيان کړي دي او د بلخ په چهاربولک، دولت اباد او بلخ ولسوالیو کې هم د دوی د عملیاتو پر مهال ۱۶ طالبان وژل شوي او ۱۲ نور ټپیان دي.

افغان حکومت او وسله وال مخالفان یې کله نا کله یو بل ته د دغسې مرګ ژوبلې ادعا کوي، خو خپلواکې سرچینې بیا د مرګ ژوبلې شمېر نه تاییدوي.

بلخ او فاریاب کې د عملیاتو په اړه تراوسه طالبانو هم څه نه دي ویلي.