ډومنیک راب: امریکا او ۳ اروپايي هېوادونه پر ایران او یمن غږېدلي

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب

د بریتانیا د بهرنیو چارو وزیر ډومنیک راب وايي، د امریکا او درېيو اروپايي هېوادونو د بهرنیوچارو وزیرانو د ایران او یمن په اړه خبرې کړي.

راب پرون سې شنبه(د وري ۳مه) پر خپله ټویټر پاڼه کې کښلي، بریتانیا، امریکا، فرانسه او جرمني په یمن کې د سولې د هلوځلو او پر یوه اټمي قدرت د ایران د بدلېدو د مخنیوي په اړه یوه بل ته اوږه ورکړې ده.

راب دا خبره د امریکا له بهرنیو چارو وزیر انتوني بلېنکن سره د اروپايي هېوادونو د بهرنیو چارو وزیرانو له کتنې وروسته خپره کړه.